Victoria government logo

ولې ماشومان اړتیا لري چې زیات حرکت ولري (Why kids need to get their move on) - پشتو (Pashto)

د دې لپاره چې سالمو عادتونو ته پراختیا ورکړل شي، ماشومان او ځوان اشخاص اړتیا لري چې زیات حرکت وکړي. په دې اړه ولولئ چې ماشومان او ځوان اشخاص باید هر ورځ څومره فعالیت ولري، او ګټې یې څه دي.

ولې ماشومان اړتیا لري چې زیات حرکت ولري

داسې سپارښتنه کیږي چې هغه ماشومان چې 5-12 کلونو پورې عمرونه لري او هغه ځوان اشخاص چې عمرونه یې 13-17 پورې دي باید هره ورځ د 60 دقیقو لپاره فزیکي فعالیت ولري. د دې لپاره چې دغه فعالیت اسانه شي، موږ سپارښتنه کوو چې یاده موده باید په 15 دقیقو، او په ورځ کې په 4 ځلو ووېشل شي.

فزیکي فعالیت هر هغه څه دي چې ستاسو بدن ته حرکت ورکوي، ستاسو ساه اخېستل او د زړه ضربان ته چټکتیا وربخښي. فزیکي فعالیت ماشومانو ته خوشحالي او روغتیا وربخښي، او له دوی سره د ژوندانه په اوږدو کې د سالمو عادتونو په پراختیا کې مرسته کوي.

په ورځني ډول حرکت کول ګڼ شمېر ګټې لري، چې عبارت دي له:

  • عمومي روغتیايي حالت ښه کوي
  • انرژي زیاتوي
  • د انسان د روغتیا د خرابوالي، ناروغیو او په غیر سالم ډول د وزن د زیاتېدو خطر را کموي
  • د وینې فشار، د وینې غوړ او د وینې د شکر کچې په ښه حالت کې ساتي
  • انسان ته له ملګرو او کورنۍ سره له اړیکو خوند وربخښي
  • په غیر ټولنیز عادت کې کموالی راولي
  • همکاري او د ډلییز مهارتونه لوړوي
  • د ځان قدر زیاتوي او په ځان باندې باور لوړوي
  • په خفګان او ذهني فشار کې کموالی راولي
  • تمرکز زیاتوي
  • له سالمې ودې او پراختیا سره مرسته کوي
  • عضلات او هډوکي غښتلي کوي
  • فزیکي جوړتیا، د غړو همغږي او حرکت ته پراختیا ورکوي

15 دقیقې، په ورځ کې 4 ځله

موږ سپارښتنه کوو چې فزیکي فعالیت په ورځ کې څلور ځله د 15-دقیقو لپاره ترسره شي.

دا فعالیتونه کېدی شي په لاندې ډول وي:

  • قدم وهل او ښوونځي ته یا په خپل ګاونډ کې پر بایسکل ګرځېدل
  • له کورني سپي سره قدم وهل
  • له ملګرو سره پارک ته تلل
  • فوټبال
  • پر تخته سکیټ کول
  • په انګر کې لوبې کول
  • ټېنس
  • لامبو وهل
  • نڅا کول
  • منډې وهل یا ځغاستل
  • باسکېټبال
  • ختل
  • یوګا
  • وزن پورته کول
  • نېټبال

Reviewed 07 December 2022

Education

Was this page helpful?