وړکتون څنګه کار کوي (How kinder works) - پښتو (Pashto)

Kinder، چې د "وړکتون" یا "د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې" په نوم هم یادیږي، ستاسو د ماشوم د ودې او زده کړې یوه مهمه برخه ده. د دوه کلونو لپاره د وړکتون په پروګرام کې ستاسود ماشوم شاملول، د دوی د مهارتونو په وده کې مرسته کولای شي، ترڅو دوی په ژوند او ښوونځي کې ښه پرمخ ولاړشي.

د وړکتون ساعتونه:

د درې کلن ماشوم د وړکتون پروګرامونه هره اونۍ له ۵ څخه تر ۱۵ ساعتونو پورې وي او د څلور کلن ماشوم د وړکتون پروګرامونه د ۱۵ ساعتونو لپاره وي.

ثابتې پایلې:

هغه ماشومان چې د وړکتون پروګرام ته ځي د مهارتونو په پراختیا پیل کوي لکه داچې څنګه شمېر وکړي اوحرفونه اونمرې وپیژني، اوڅنګه ستونزې حل کړي. ستاسوماشوم به په وړکتون کې په خپل ځان باوراوخپلواکي ترلاسه کړي، ټولنیزاواحساساتي مهارتونه به زده کړي. دوی به ټولنیز خاصیت ولري او نوي ملګري به پیدا کړي.

څیړنې ښیي چې په ۱۶ کلنۍ کې، هغه زده کونکي چې د ښوونځي له پیل څخه مخکې یې دوه یا ۳ کاله د وړکتون په پروګرام کې برخه اخیستې وي، د انګلیسي او ریاضي په زده کړه کې د هغو کسانو په پرتله چې برخه یې نه وي اخیستې لوړې نمرې لرلې.

والدین اود وړکتون ښوونکي څنګه یوځای کاروکړي:

وړکتون د والدینو/څارونکو، کورنیو او ښوونکو ترمنځ په ګډه توګه غوره کار کوي. د موراو پلار/ پالونکي په توګه، تاسو د خپل ماشوم د پرمختګ تر ټولو مهمه برخه یاست. تاسو دوی ته له غلطۍ څخه د سموالي درس ورکوئ، ستاسو ژبه، کلتوراو ارزښتونه همدارنګه مهرباني او درناوی. ښوونکي به له تاسو سره، چې په وړکتون کې څه پیښیږي اوستاسو له ماشوم سره په کورکې د دوامداره زده کړو د لارو چارو په اړه خبرې وکړي. دوی غواړي ستاسود ماشوم د علاقې په اړه پوه شي او دا چې دوی څنګه زده کړه خوښوي.

تاسوکولای شئ د خپل وړکتون له ښوونکي څخه وغواړئ چې هروخت تاسو ته ژباړونکی ونیسي. دا کیدای شي چې مخامخ یا د ټیلیفون یا د ویډیو له لارې وي دې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د کورنیو لپاره هیڅ لګښت نشته.

په وړکتون کې څه پیښیږي:

ښوونکي ماشومان هڅوي چې د لوبو له لارې زده کړه وکړي. په فعالیتونوکې کیدای شي انځورایستل، سندرې ویل، ختل، کیندل او په بهرکې منډې وهل، د لوبو په شیانو لوبې کول اود کتابونولوستل شامل وي. لوبې ماشومان هڅوي چې خپل تخیل وکاروي او کشفونه وکړي، کله چې له نورو سره د شریک کولو او بدلولو له لارې په نوبت سره همکاري کوي. ماشومان به د غږونو، لغتونواو ژبې په اړه زده کړه وکړي، په شمول ددې چې څنګه خبرې وکړي او په انګلیسي پوه شي.

وړکتون زموږ د ګڼې کلتوريزې ټولنې برخه ده:

د وړکتون پروګرامونه د ټولو کلتورونو والدینو ته ښه راغلاست وايي چې د دوی د ټولنو برخه شي. دا یوداسې ځای دئ چیرې چې والدین کولای شي سره وګوري او کیسې شریکې کړي اویو له بل څخه یې زده کړي.

ښوونکي غواړي ستاسود ماشوم اوستاسود کلتور په اړه پوه شي. دا له دوی سره مرسته کوي، چې هغه پروګرامونه چمتوکړي کوم چې ستاسود ماشوم لپاره معنی ولري، د داسې فعالیتونو په ګډون چې کلتوري ورځې اوپیښې په ویکټوریا کې په بېلابېل ډول لمانځل کیږي.

ښوونکي هریو په فعالیتونوکې شاملوي، نوهغه ماشومان چې انګلیسي خبرې نه کوي د نورو په څیرد لوبې او زده کړې مساوي فرصت لري. د وړکتون ځینې پروګرامونه دوه ژبي ښوونکي لري څوک چې له هغوماشومانوسره مرسته کوي چې په انګلیسي لږ یا هیڅ خبرې نشي کولای. ماشومانو ته دا هم ښوول کیږي چې له نورو سره یوځای شي او نور ومني اوکلتوري توپیرونو ته یې درناوی وکړي.

د وړکتون د پروګرامونو ډولونه

ماشومان کولای شي د دری کلنوماشومانو د وړکتون په خدمت کې د یوې اوږدې ورځ د پاملرنې (چې د ماشوم د پاملرنې په نوم هم یادیږي) یا په یوازې ډول (چې موسمي هم ورته ویل کیږي) د وړکتون په پروګرام کې برخه واخلي. دا خدمتونه معمولأ د څلور کلن ماشوم د وړکتون پروګرام هم وړاندې کوي.

د اوږدې ورځې د پاملرنې مرکز کولای شي د وړکتون د پروګرام په شمول، ټوله ورځ زده کړه او پاملرنه وړاندې کړي. د ښوونکي په مشرۍ د وړکتون پروګرام د زده کړې او پاملرنې له اضافي ساعتونو سره یوځای کیدای شي.

په یوازیني خدمت کې، د وړکتون یو پروګرام به یوازې په ځانګړو ورځو او ځانګړو وختونو کې کار وکړي. یوازې خدمت معمولا د ښوونځي په موده کې په کال کې د ۴۰ اونیو لپاره کار کوي او په ورته وخت کې د ښوونځیو رخصتي اخلي. دا ورځې او ساعتونه د وړکتون د خدمت لخوا ټاکل شوي.

Updated