JavaScript is required

د وړکتون لپاره د معلوماتو ټولګه (Kinder Kits) - پښتو (Pashto)

په 2026 کال کې هرماشوم چې د درې کلن وړکتون په تمویل شوي پروګرام کې شامل شوئ وي د وړکتون د کیټ (کڅوړې) د ترلاسه کولو لپاره وړ دئ.

د کورنیو لپاره لارښود

ستاسو د وړکتون د الاتو د کڅوړې په اړه

د خپل ماشوم سره په لوبو کې ښکیلتیا د دوی په زده کړه او پرمختګ کې د مرستې لپاره یوه غوره لار ده. والدین، پالونکي او کورنۍ د دې سفر ترټولو مهمه برخه ده.

د وړکتون بستې د کتابونو، تعلیمي لوبو او فعالیتونو څخه ډک شوي چې ستاسو د ماشوم او کورنۍ لپاره په کور کې د خوند اخیستلو لپاره جوړ شوي.

د وړکتون هره بسته کې هغه توکي شامل دي چې په ځانګړي توګه د دریو کلونو ماشومانو لپاره جوړ شوي.

Illustration of three children playing. One is reading a book, one is colouring in, one is holding animal finger puppets.

د ویکټوریا د لومړیو کلونو د زده کړې او پراختیا چوکاټ

د ماشومتوب لومړني ښوونکي او روزونکي ستاسو د ماشوم دودې او زده کړې ملاتړ کوي.

د وړکتون پروګرامونه د ماشومانو د زده کړې او پرمختګ د لارښوونې لپاره د ویکټوریا د لومړنيو کلونو د زده کړې او پراختیا چوکاټ (VEYLDF) کاروي.

ستاسو د وړکتون په کڅوړه کې هرڅه د VEYLDF د یوې یا ډېرو پایلو سره تړلي دي.

  • پیژندنه

  • زده کړه

  • ټولنه

  • اړیکې

  • هوساینه

د شا بکسه

د وړکتون د کڅوړې بکسې کیدای شي هره ورځ د توکو د وړلو او لوبو لپاره وکارول شي.

ستاسو ماشوم کولای شي د کلک کاغذ په شا باندې یو انځور رسم کړي، ترڅو دوی پوه شي چې کومه بکسه د دوی ده.

بکسه خلاصه کړئ او د چسپونه لاندې سریښ کړئ ترڅو د خیالي لوبې لپاره د احساس شوي سطح څخه کار واخلئ.

  • د شا د بکسې تسمې کلکې یا سستې کړئ ترڅو د شا بکسه ستاسو د ماشوم په شا له ملا سره سمه وي.

  • د لمس شوي سټیکرونو په وسیله یوه کیسه جوړه کړئ.

  • د نوم په ټب (کاغذ) کې د رسم کولو لپاره یې تشویق کړئ.

  • د لیکلو مخکني مهارتونه تمرین کړئ.

لوستل

لوستل ډېره ښه لاره ده چې د کورنۍ په څېر یوځای وخت تېرکړئ دا د سواد د زده کړې له پراختیا سره دمرستې له مهمو لارو څخه یوه لاره ده.

له خپل ماشوم سره د کیسې د منظم وخت شریکول د هغه د تخیل او لغتونو په پراختیا کې مرسته کوي.

  • یوځای یو کتاب غوره کړئ.

  • د ناستې او لوستلو لپاره یو ارام ځای پیداکړئ.

  • له خپل ماشوم څخه وپوښتئ چې په کیسه کې به وروسته څه راشي.

  • د کرکټرونو سره د سمون لپاره یې په بېلابېلو غږونو ولولئ.

نقاشي او نښه جوړول

نقاشي او نښان جوړول ماشومانو ته اجازه ورکوي چې خپل ځان په تخلیقي ډول څرګند کړي او باور رامینځته کړي. په کاغذ باندې د ټوټو جوړولو په تجربه کولو سره، ماشومان:

  • د لاسونو د ښه خوځونې مهارتونو ته وده ورکوي، کوم چې د لیکلو د زده کړې لپاره مهم دی

  • د لاس او سترګو همغږي یې ښه کوي

  • د رنګونو، شکلونو، نمونو او کرښو په اړه زده کړه کوي

  • خلاقیت څرګندوي

  • له نورو سره اړیکه نیسي.

  • خپل ماشوم وهڅوئ چې د انځور ایستلو له پروسې څخه خوند واخلي.

  • خلاصې پوښتنې وکړئ ترڅو خپل ماشوم د خپل انځور په اړه خبرې وکړي.

  • هغه رنګونه او شکلونه چې تاسو یې ګورئ نومونه ورکړئ.

تخلیقي فعالیتونه

تخلیقي لوبې ستاسو د ماشوم ټول ۵ حواس هڅوي - لید، بوی، اوریدل، لمس او خوند. دا ستاسو په شاوخوا کې د نړۍ د سپړلو، موندلو او زده کولو لپاره په زړه پورې لاره ده.

  • د حوصلې تمرین کولو ته یې وهڅوئ کله چې د بلاکونو څخه یو شی جوړوي. که دا بلاکونه راولویږي، ستاسو ماشوم کولای شي درې ژورې ساه ګانې واخلي او بیا هڅه وکړي

  • هڅه وکړئ د لوبی اوړه د توب په شان ګرد کړي، شکلونه ترې جوړ کړي، هوار یې کړي، او بیا یې ګډ کړي

  • خپل ماشوم ته وښایاست چې بیا پیلول مشکل نه دي، په دې توګه ددوی مقاومت او غزېدنه وهڅوئ. که چېرې بلاکونه راپرېوځي، څو ژورې ساوې واخلئ او یوځای یې بیا جوړ کړئ.

بهر کې لوبه

تر نظر لاندې بهرنۍ لوبې ستاسو د ماشوم لپاره د ودې، پرمختګ او هوساینې لویه برخه ده.

ماشومان کولای شي:

  • د طبیعت په لیدلو سره د ساینس په اړه د دوی پوهه زیاته کړئ.

  • د خپلواکۍ احساس ترلاسه کړئ.

  • د لوبې کولو پرمهال د ښو ټاکنو څرنګوالی وپلټئ او زده یې کړئ.

  • کله چې لوبې کوي دا زده کړئ او وسپړئ چې څنګه ښه ټاکنه وکړئ

  • د ټول بدن حرکت، د لاس او سترګو همغږي او د ښه لاس خوځونې او خلاقیت مهارتونو ته وده ورکړي.

  • د پاڼو په اړه خبرې وکړي او د مختلفو رنګونو او شکلونو نومونه واخلي.

  • تخمونه په ګډه وکرئ.

  • د طبیعت سره اړیکه ونیسئ. زموږ د چاپیریال ساتنې په اړه خبرې وکړئ.

  • د شګو د کلا جوړول.

ډراماتيکه لوبه

ډراماتيکه لوبه ماشومان هڅوي چې په خيالي کيسو عمل وکړي او د نورو کرکټرونو رول ولوبوي.

ماشومان د ډراماتیکو لوبو په کولو سره د ژبې او ټولنیزو مهارتونو تمرین کوي، په شمول د:

  • د نویو نړیو سپړنه او جوړول

  • شریکول او نوبت ورکول

  • د یو بل سره د متقابل عمل او خبرو اترو لارې.

  • ددې حیواناتو نومونه په انګلیسي ژبه او نورو ژبو واخلئ.

  • سمبولونه جوړ کړئ.

  • کیسې جوړې کړئ.

  • د احساساتو او بېلابېلو عاطفو د سپړلو او څرګندولو لپاره له څارویو څخه کار واخلئ.

لوبې

د کورنۍ او ملګرو سره لوبې کول ستاسو د ماشوم د ټولنیزو مهارتونو د ودې لپاره ښه لاره ده.

لوبې کولای شي له ماشومانو سره د شمېرلو، ژبې او د ستونزو د حل د مهارتونو په زده کړه کې مرسته وکړي.

  • د لوبې قواعد زده کړئ او د نوبت ورکولو تمرین وکړئ.

  • د ستونزو حل او حافظې مهارتونه پیاوړي کړئ.

  • د شمېرو په اړه بحث وکړئ اود شیانو په شمېرلو تمرین وکړئ.

د ټولنې جوړول

لوبه دا ده چې ماشومان څنګه د خپل ځان او شاوخوا نړۍ په اړه کشف او زده کړه وکړي. د ماشومانو لپاره، لوبې او زده کړه په ګډه پرمخ ځي. ستاسو د وړکتون په بسته کې توکي له تاسو سره مرسته کوي، چې د توپیر او بېلابېلو کلتورونو په اړه خبرې اترې وکړئ.

  • له خپل ماشوم سره د نورو هېوادونو او د دوی د اصلي حیواناتو په اړه خبرې وکړئ.

  • د نړۍ نقشه وګورئ ترڅو ووینئ چې بېلابېلې ژبې له کوم ځای څخه سرچینه اخلي.

د هویت درناوی

د ټولو کلتورونو په اړه د زده کړې لپاره د ماشومانو هڅول، پوهې،منلو او وياړته وده ورکوي. د اسټرالیا د اصلي او د توریس سټریټ ټاپو د خلکو کلتورونه ، او دلته په ویکتوریا کې، کوري کلتورونه نن ورځ ژوند او وده کوي. مونږ ویاړو چې دوی په بستو کې د لیکوالانو او هنرمندانو په توګه لمانځو.

دلته ځینې فعالیتونه شته چې ستاسو ماشوم سره د کوري دودونو او کلتورونو په اړه د زیاتو معلوماتو په زده کړه کې مرسته کوي:

  • د شیانو یا حیواناتو لپاره د کوري سمبولونه زده کړئ.

  • د کوري کلتورونو، مشرانو او اتلانو په اړه زده کړه او خبرې وکړئ.

  • د هیواد د پیژندلو اهمیت ومومئ.

په آسلان کې (Auslan) کتابونه

آسلان د اشارو ژبه ده چې د ویکټوریا د ماشومتوب د لومړنۍ ژبې په پروګرام کې کارول کیږي. دا پروګرام په ځینو وړکتونونو کې شته.

د ماشومانو لپاره چې په ځوانۍ کې بله ژبه زده کوي ډیرې ګټې لري، په شمول د:

  • د لوستلو او لیکلو د مخکیني مهارتونو زیاتوالی

  • د نرمښت فکر ښه کړئ

  • د ځان باور او هوساینې زیاتوالی

  • پیاوړی کلتوري هویت.

د 2026 کال د وړکتون په بستو کې په شاملو ډېرکتابونو کې د آسلان ژباړه شته.

  • د آسلان له لارې احساسات څرګند کړئ.

  • په آسلان کې سلام ووایاست.

د ماشومانو خوندیتوب، هوساینه او نور ملاتړ

د ماشومانو د خوندیتوب او هوساینې څخه هیڅ شی زیات اړین نه دی. له خپل خدمت وړاندې کوونکي څخه وپوښتئ چې دوی څرنګه ماشومان خوندي ساتي.

ټول ماشومان په بېلابېل ډول او تر خپلې اندازې پورې زده کړه کوي. که تاسو کومه اندیښنه لرئ، نو د خپل ماشومتوب د لومړني ښوونکي سره خبرې وکړئ. که تاسو یا ستاسو ماشوم نورو مرستو ته اړتیا لرئ، له لاندې لارو مرسته ترلاسه کولای شئ:

  • د خپل ډاکټر یا میندو او ماشوم لیدو لپاره وخت ونیسئ روغتیایی نرس ستاسو د پوښتنو په اړه بحث کولو لپاره

  • په ویکتوریا کې هغه کورنۍ چې له زوکړې څخه تر 6 کلونو پورې ماشومان لري، د موراوماشوم روغتیايي کرښې ته 29 22 13 شمېره٫هره ورځ 24 ساعته، په اونۍ کې 7 ورځې زنګ وهلای شئ.

د ماشومتوب په لومړیو زده کړو کې دندې

د ویکتوریا د وده کونکي وړکتون په سکتور کې د دندې په پیل کولو غور وکړئ. تر څو له تاسو سره مرسته وکړي چې د ماشومتوب لومړني ښوونکی یا روزونکی شئ، هغه دادي:

  • د بدلون وړ زده کړو لارې چارې

  • سخاوتمندانه بورسونه

  • مالي هڅونې.

Illustration of two children sitting on the floor playing with blocks while two adults talk, speech bubble from one adult with text


د خپل وړکتون کټ بسپنه ورکول

کله چې ستاسو ماشوم د وړکتون د کڅوړې شیان بشپړکړل٫مهرباني وکړئ هغه په مسؤلیت سره سمبال کړئ.

که توکي په ښه حالت کې وي، نو کوښښ وکړئ چې خیریه مؤسسې ته یې ورکړئ. له ځانه وپوښتئ 'چې ایازه دا خپل ملګري ته ورکړم؟'. که ځواب هو وي، نو دا مناسبه ده چې په خیراتي ډول یې ورکړئ.

که ستاسو توکي د بسپنې لپاره مناسب نه وي، مهرباني وکړئ چیرې چې امکان ولري هغه بیا وکاروئ.

د کثافاتو کمول او په سمه توګه تصفیه کول د یوې پاکې او زرغونې ویکټوریا په جوړولو کې مرسته کوي.

Updated