Victoria government logo

مالي مرسته اود وړکتون ژر پیل کول (Financial Assistance and Early Start Kindergarten) - پښتو (Pashto)

که تاسود مهاجرو یا پناه غوښتونکي له ډلې څخه یاست، یو پروګرام چې د (ESK) یا (ژر پیل کیدونکی وړکتون) په نوم یادیږي شته.

حکومت د ټولو ماشومانو لپاره بسپنه چمتو کوي ترڅو په دوه کلن وړکتون پروګرام کې برخه واخلي. ډېرخدمتونه د دولت په بسپنې سربیره فیس هم اخلي. ستاسو کورنۍ کولای شي چې په دې لګښت کې مرسته ترلاسه کړي. که تاسود مهاجرو یا پناه غوښتونکي له ډلې څخه یاست، یو پروګرام چې د (ESK) یا (ژر پیل کیدونکی وړکتون) په نوم یادیږي شته. ESK کولای شي د دې ډاډ په ترلاسه کولو کې له تاسوسره مرسته وکړي چې تاسوهره اونۍ د خپل ماشوم لپاره د وړکتون د وړیا پروګرام د ساعتونو ډېره اندازه ترلاسه کړئ.

په 2023 کې، د درې کلن ماشوم وړکتون پروګرامونه په اونۍ کې د 5 څخه تر 15 ساعتونو پورې دي او د څلور کلن ماشوم د وړکتون پروګرامونه د 15 ساعتونو لپاره دي. د ESK له لارې نوم لیکنه په هره اونۍ کې د درې کلن او څلورکلن وړکتون په پروګرامونو کې د بشپړو 15 ساعتونو تضمین کوي. دا د ماشومانو لپاره شته څوک چې:

  • د مهاجر یا پناه غوښتونکي له کلتور څخه دي
  • د اصلي بومي او/یا توریس سټریټ ټاپو په توګه پیژندل کیږي
  • کورنۍ یې د ماشوم د ملاتړسره اړیکه لري

مهمه نه ده چې دوی په ویکټوریا کې چیرې اوسیږي دا ماشومان کولای شي د تاوولوپه وخت کې په اونۍ کې 15 ساعته وړیا یا ټیټ لګښت وړکتون ته لاسرسی ولري. د دوی اوسنی لاسرسی اوساعتونه چې دوی یې ترلاسه کوي، بدل به نشي.

څنګه غوښتنلیک ورکولای شئ

ESK د ټولو وړکتونونو په پروګرامونو کې شته چې د وړ ښوونکي له خوا وړاندې کیږي. تاسو کولای شئ خپل ماشوم د خپل نږدې وړکتون سره د تماس له لارې ثبت کړئ او د ژر پیلېدونکي وړکتون بسپنې ته د لاسرسي غوښتنه وکړئ. وړکتونونه کولای شي د وړیا ژباړې خدمت ته لاسرسی پیدا کړي ترڅو ستاسو په ژبه کې ستاسو ملاتړ وکړي.

تاسوکولای شئ د مرستې لپاره له مونږ یا له خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ سره هم اړیکه ونیسئ. په خپله ژبه کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو کولای شئ په 131450 شمېره د ژباړې او ترجمې ملي خدمت ته زنګ ووهئ، له ژباړونکي څخه وغواړئ چې ستاسوسیمه ایزې ښاروالۍ یا مونږ ته زنګ ووهي، او ژباړونکی به په تلیفون کې پاتې شي او ترجماني به وکړي.

کله غوښتنلیک ورکولای شئ:

هغه ماشومان د ESK لپاره وړدي، چې د هغه کال د اپریل له 30مې څخه مخکې درې کلن شي، په کوم کې چې دوی وړکتون ته د تګ لپاره نوم لیکنه کوي.

که ستاسود ماشوم د زیږېدنې ورځ د جنوري له 1 څخه تر30م د اپریل پورې وي، تاسو به اړتیا ولرئ په دې کار وکړئ چې د ښوونځي د پیل او ESK ته د لاسرسی کال پیدا کړئ. تاسو خوښولای شئ چې خپل ماشوم ښوونځي ته په پنځه کلنۍ یا شپږ کلنۍ کې ولېږئ. بیا، دوی کولای شي په کوم کال کې چې دوی درې یا څلور کلن کیږي ESK ته لاسرسی پیدا کړي. که تاسومرستې ته اړتیا لرئ، چې پوه شئ کله ستاسوماشوم د ESK لپاره وړدئ، تاسو کولای شئ د پوهنې څانګې، خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ ، خپل د موراوماشوم روغتیایی نرس، یا خپل سیمه ایز وړکتون، یا خپلوسیمه ایزو لاندنیو سازمانونو سره اړیکه ونیسئ

  • ددری کلنو ماشومانو د وړکتون د معلوماتو شمېره 1800338663
  • Brotherhood of St Laurence 0394831183
  • Foundation House 03 9389 8900
  • د Fka د ماشومانو خدمت 0394284471
  • Migrant Resource Centre شمال غربي سیمه
    • St Albans: 1300 676 044 or 03 9367 6044
    • Broadmeadows: 03 9351 1278
  • Spectrum Migrant Resource Centre 1300 735 653
  • VICSEG New Futures 03 9383 2533
  • Migrant Resource Centre شمال غربي سیمه
    • St Albans: 1300 676 044 or 03 9367 6044
    • Broadmeadows: 03 9351 1278
  • Spectrum Migrant Resource Centre 1300 735 653
  • VICSEG New Futures 03 9383 2533

Reviewed 09 January 2023

Was this page helpful?