JavaScript is required

وړکتون څنګه کار کوي (How kinder works) - پښتو (Pashto)

Kinder، چې د "وړکتون" یا "د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې" په نوم هم یادیږي، ستاسو د ماشوم د ودې او زده کړې یوه مهمه برخه ده. په 3 کلنۍ کې د یو با کیفیته وړکتون پروګرام پیلول کولی شي د ماشومانو د مهارتونو په وده کې مرسته وکړي، ترڅو هغوی په ژوند او ښوونځي کې ښه پرمختګ وکړي.

تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د زېږېدنې نیټه د عمرد پیل په محاسبه کې دننه کړئ ترڅو معلومه کړئ چې دوی په کوم کال کې درې او څلور کلن وړکتون پیل کولای شي.

د امادګۍ برنامه(Pre-Prep) ژر تر ژره پيليږي

د څلور کلنو ماشومانو لپاره وړکتون به له 2025 کال څخه د امادګۍ برنامې (Pre-Prep) باندې تبدیل شي.

په ۲۰۲۶ کې به، هره اونۍ د ښونځي د لومړي ټولګي د تیارۍ لپاره ۲۵ ساعته د هغه ماشومانو لپاره وي چې:

  • د مهاجر یا پناه غوښتونکي له کلتور څخه دي
  • د اصلي بومي او/یا توریس سټریټ ټاپو په توګه پیژندل کیږي
  • چې کورنۍ یې د ماشومانو د خوندیتوپ ادارې سره اړیکه نیولې وي.

د څلور کلنو ماشومانو لپاره وړکتون او د آمادګۍ برنامې(Pre-Prep) ترمنځ د وړاندې کېدونکو برنامو له پلوه هېڅ توپیر نشته. د امادګۍ برنامه (Pre-Prep) ماشومانو ته د لوبې له لارې د زدکړې او اجتماعي کېدو لپاره د زیات وخت زمینه برابره وي. دغه برنامه به د خپلواکو نوبتي وړکتونونو او د اوږدمهالو ورځنیو پاملرنې مرکزونو له لارې وړاندې کېږي.

هم د امادګۍ برنامه (Pre-Prep) او هم د درې‌کلنو ماشومانو وړکتون د وړیا وړکتون برخه دي. د وړیا وړکتون (Free Kinder) په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د وړکتون ساعتونه

تمویل شوي درې‌کلن وړکتوني پروګرامونه په اوونۍ کې له 5 څخه تر 15ساعتونو پورې د لاسرسي وړ دي. د تمویل شویو څلور کلنو ماشومانو لپاره د وړکتون پروګرامونه په اونۍ کې 15 ساعته وړاندې کېږي. د امادګۍ برنامې (Pre-Prep programs) به له 2026 کال څخه په تدریجي ډول 25 ساعتونو ته لوړ شي، او له 2028 کال څخه به تر 30 ساعتونو پورې ورسېږي.

ثابتې پایلې

هغه ماشومان چې د وړکتون پروګرام ته ځي د مهارتونو په پراختیا پیل کوي لکه داچې څنګه شمېر وکړي اوحرفونه اونمرې وپیژني، اوڅنګه ستونزې حل کړي. ستاسوماشوم به په وړکتون کې په خپل ځان باوراوخپلواکي ترلاسه کړي، ټولنیزاواحساساتي مهارتونه به زده کړي. دوی به ټولنیز خاصیت ولري او نوي ملګري به پیدا کړي.

څېړنې ښيي چې په 16 کلنۍ کې، هغه زده‌ کوونکي چې له ښوونځي څخه وړاندې یې د 2 یا 3 کلونو لپاره د وړکتون پروګرام کې ګډون کړی و، د انګلیسي او ریاضي په ازموینو کې له هغو زده‌کوونکو څخه لوړې نمرې ترلاسه کړې وې چې ګډون یې نه و کړی.

والدین اود وړکتون ښوونکي څنګه یوځای کاروکړي

وړکتون د والدینو/څارونکو، کورنیو او ښوونکو ترمنځ په ګډه توګه غوره کار کوي. د موراو پلار/ پالونکي په توګه، تاسو د خپل ماشوم د پرمختګ تر ټولو مهمه برخه یاست. تاسو دوی ته له غلطۍ څخه د سموالي درس ورکوئ، ستاسو ژبه، کلتوراو ارزښتونه همدارنګه مهرباني او درناوی. ښوونکي به له تاسو سره، چې په وړکتون کې څه پیښیږي اوستاسو له ماشوم سره په کورکې د دوامداره زده کړو د لارو چارو په اړه خبرې وکړي. دوی غواړي ستاسود ماشوم د علاقې په اړه پوه شي او دا چې دوی څنګه زده کړه خوښوي.

تاسوکولای شئ د خپل وړکتون له ښوونکي څخه وغواړئ چې هروخت تاسو ته ژباړونکی ونیسي. دا کیدای شي چې مخامخ یا د ټیلیفون یا د ویډیو له لارې وي دې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د کورنیو لپاره هیڅ لګښت نشته.

په وړکتون کې څه پیښیږي

ښوونکي ماشومان هڅوي چې د لوبې له لارې زده‌ کړه وکړي. په فعالیتونوکې کیدای شي انځورایستل، سندرې ویل، ختل، کیندل او په بهرکې منډې وهل، د لوبو په شیانو لوبې کول اود کتابونولوستل شامل وي. لوبې ماشومان هڅوي چې خپل تخیل وکاروي او کشفونه وکړي، کله چې له نورو سره د شریک کولو او بدلولو له لارې په نوبت سره همکاري کوي. ماشومان به د غږونو، لغتونواو ژبې په اړه زده کړه وکړي، په شمول ددې چې څنګه خبرې وکړي او په انګلیسي پوه شي.

وړکتون زموږ د ګڼې کلتوريزې ټولنې برخه ده

د وړکتون پروګرامونه د ټولو کلتورونو والدینو ته ښه راغلاست وايي چې د دوی د ټولنو برخه شي. دا یوداسې ځای دئ چیرې چې والدین کولای شي سره وګوري او کیسې شریکې کړي اویو له بل څخه یې زده کړي.

ښوونکي غواړي ستاسود ماشوم اوستاسود کلتور په اړه پوه شي. دا له دوی سره مرسته کوي، چې هغه پروګرامونه چمتوکړي کوم چې ستاسود ماشوم لپاره معنی ولري، د داسې فعالیتونو په ګډون چې کلتوري ورځې اوپیښې په ویکټوریا کې په بېلابېل ډول لمانځل کیږي.

ښوونکي هریو په فعالیتونوکې شاملوي، نوهغه ماشومان چې انګلیسي خبرې نه کوي د نورو په څیرد لوبې او زده کړې مساوي فرصت لري. د وړکتون ځینې پروګرامونه دوه ژبي ښوونکي لري څوک چې له هغوماشومانوسره مرسته کوي چې په انګلیسي لږ یا هیڅ خبرې نشي کولای. ماشومانو ته دا هم ښوول کیږي چې له نورو سره یوځای شي او نور ومني اوکلتوري توپیرونو ته یې درناوی وکړي.

د وړکتوني پروګرامونو ډولونه

ماشومان کولی شي د درې‌ کلنو ماشومانو د وړکتون پروګرام یا خو په اوږد مهاله ورځني پاملرنې مرکز (long day care – چې ورته "childcare" هم ویل کېږي) کې ګډون وکړي، یا په خپلواک وړکتوني خدمت (standalone kinder service – چې ورته "sessional" هم ویل کېږي) کې شامل شي. دغه خدمتونه معمولاً د څلور‌کلنو ماشومانو لپاره د وړکتون پروګرام هم وړاندې کوي.

د اوږدې ورځې د پاملرنې مرکز کولای شي د وړکتون د پروګرام په شمول، ټوله ورځ زده کړه او پاملرنه وړاندې کړي. د ښوونکي په مشرۍ د وړکتون پروګرام د زده کړې او پاملرنې له اضافي ساعتونو سره یوځای کیدای شي.

په یوازیني خدمت کې، د وړکتون یو پروګرام به یوازې په ځانګړو ورځو او ځانګړو وختونو کې کار وکړي. یوازې خدمت معمولا د ښوونځي په موده کې په کال کې د ۴۰ اونیو لپاره کار کوي او په ورته وخت کې د ښوونځیو رخصتي اخلي. دا ورځې او ساعتونه د وړکتون د خدمت لخوا ټاکل شوي.

Updated