Victoria government logo

Three year old kindergarten brochure - Pashto

د ویکټوریا حکومت د عمومي تمویل شوي د درې کلنو وړکتون معرفي کولو لپاره په لسیزه کې نږدې $5 میلیارد ډالر پانګونه کوي – او دا اوس د ایالت په اوږدو کې شتون لري.

د ویکټوریا حکومت د عمومي تمویل شوي د درې کلنو وړکتون معرفي کولو لپاره په لسیزه کې نږدې $5 میلیارد ډالر پانګونه کوي – او دا اوس د ایالت په اوږدو کې شتون لري.

یعني د ویکټوریا ماشومانو لپاره د زده کړې، ودې، لوبیدو او د ملګرتیاو کولو بل کال.

د درې کلنۍ څخه د وړکتون کیفیت لرونکي پروګرام کې برخه اخیستل د ماشومانو زده کړې، پراختیا، روغتیا او سالمیت پایلې ښې کوي.

کوچني ماشومان د لوبې په مرسته د خپلې شاوخوا نړۍ په اړه زده کړه کوي

ه لوبو کې زده کړه هغه څه دي چې کوچني ماشومان یې غوره زده کوي. دا ماشومانو ته فرصت ورکوي چې خپل تصور او خیال وکاروي، د ژبې مهارتونه زده کړي او د شمیر او شکلونو په اړه زده کړه وکړي. هغوی دا هم زده کوي چې د نورو سره څنګه راشه درشه وکړي، خپل احساسات شریک کړي، واوري او مدیریت کړي.

په ویکټوریا کې ټول ماشومان د دوه کلونو تمویل شوي وړکتون ته لاسرسی لري

په ټول ایالت کې ماشومان به د 2022 څخه په هره اونۍ کې لږترلږه پنځه ساعتونه د وړکتون تمویل شوي پروګرام ته لاسرسي نه ګټه پورته کوي. دا ساعتونه به تر 2029 پورې په اونۍ کې 15 ساعتونو ته ډیر شي.

دا مهم ندي چې ستاسې ماشوم په کوم ځای کې وړکتون ته ځي، ښوونکي او روزل شوي ښوونیز کارکونکي به پروګرام پرمخ وړي

ماشومان کولی شي د اوږدې ورځې پاملرنې (د ماشوم پاملرنه) خدمت کې یا هم خپلواک وړکتون کې د وړکتون پروګرام کې ګډون وکړي.

کوچني ماشومان د لوبې په مرسته د نړۍ په اړه زده کړه کوي

هغوی زده کوي چې څنګه د نورو سره راشه درشه وکړي، خپل احساسات شریک کړي، واوري، او مدیریت کړي

د وړکتون پروګرام کې، ماشومان خپل د ژبې مهارتونو زده کړې او د شمیرو او شکلونو په اړه زده کړې لپاره لوبې کاروي.

ښوونکي او ښوونیز کارکونکي د ماشومانو سره مرسته کوي چې د زده کړې په اړه پلټونکي، خلاق او ډاډه شي

    • خپلواک وړکتونونه
      • د وړکتون پروګرامونه - ماشومان د ټاکلي ورځو او ساعتونو لپاره د وړکتون پروګرام کې ګډون کوي
    • د اوږدې ورځې پاملرنې خدمتونه
      • د وړکتون پروګرامونه

        ماشومان د اوږدې ورځې پاملرنه کې د خپل وخت د برخې په توګه د وړکتون پروګرام کې ګډون کوي

      • ښوونه او پاملرنه

        د اوږدې ورځې پاملرنې خدمتونه د 0 او 6 کلونو ترمینځ عمر لرونکي ماشومانو لپاره د لومړني ماشومتوب ښوونه او پاملرنه وړاندې کوي

    د وړکتون ټول تمویل شوي پروګرامونه باید د حکومت د خوندیتوب او کیفیت لارښوونې پوره کړي او د ویکټوریا د لومړني کلونو زده کړې او پراختیا کاري چوکاټ سره په لیکه کې جوړ شي.

    د اوږدې ورځې پاملرنې مرکز کولی شي د مکمل ورځې ښوونه او پاملرنه وړاندې کړي، پشمول د وړکتون پروګرام. د ښوونکي په مشرۍ د وړکتون پروګرام د ښوونې او پاملرنې اضافي ساعتونو سره مدغم کیږي. په خپلواک خدمت کې، د وړکتون پروګرام یوازې ځانګړي ورځو کې او په ټاکلي وختونو کې وي. دا ورځې او ساعتونه د وړکتون خدمت لخوا ترتیب کیږي.

    د دې پریکړه کول چې تاسې خپل ماشوم چیرته ولیږئ شاید دې پورې تړلي وي چې ستاسې ټولنه کې کوم خدمتونه موجود دي، او ستاسې کورنۍ او ماشوم لپاره کوم څه غوره دي

  • د داخلې پروسې او مهالویشونو په اړه خپل د ځایی وړکتون خدمت سره وغږیږئ، او د هغوی مرکز ته ورشئ او کارمندانو سره یې وګورئ. ستاسې د ځایی وړکتون موندلو لپاره او پدې اړه معلوماتو لپاره چې څنګه د خپلې کورنۍ لپاره سم خدمت غوره کړئ، دلته ورشئ: education.vic.gov.au/choose-kinderExternal Link

    د کیفیت لرونکي وړکتون خدمت غوره کول به ډاډمن کړي چې ماشوم په وړکتون کې د خپل وخت نه غوره ګټه واخلي. تاسې کولی شئ دې ویب پاڼې startingblocks.gov.auExternal Link ته ورتګ سره د خدمت کیفیت درجه وګورئ

  • ډیری خدمتونه د داخلې پروسه لري چې د ماشوم د وړکتون پروګرام پیل کولو نه کال مخکې پرانیستل کیږي، نو تاسې باید د خپل ماشوم هغه مهال داخلې په اړه فکر وکړئ کله چې دوه کلن شي.

    د جنوري او اپریل ترمینځ زیږیدلي ماشومانو لرونکي کورنۍ او پاملرنه کونکي کولی شي غوره کړي چې کوم کال کې عمومي تمویل شوی د درې کلن وړکتون پیل کړي. د کورنیو لپاره شونې ده چې د ښوونځي د پیل عمر سره د سمون لپاره په بل کال کې د خپلو ماشومانو ورتګ انتخاب کړي، پداسې حال کې چې نور ماشومان به دوه کلن وي کله چې پیل کوي.

    د 1 جنوري او 30 اپریل ترمینځ زیږیدلي ماشومان

    د هغوی درې کلن کیدو کې یا په څلور کلن کیدو کې د درې کلن وړکتون لپاره په شرایطو برابریږي.

    په هغه پروګرامونو کې په کومو کې چې خدمت نشي کولی د هغه ماشومانو لپاره د ماشوم او ښوونیز کارکونکي تناسب پوره کړي چې دوه کلن دي هغوی تر درې کلنۍ پورې پکې ګډون نشي کولی.

    د 1 میی او 31 دسمبر ترمینځ زیږیدلي ماشومان یوازې هغه مهال د درې کلن وړکتون لپاره په شرایطو برابر دي چې څلور کلن شي او د څلور کلن وړکتون لپاره هغه مهال په شرایطو برابر دي چې پنځه کلن شی.

  • د ماشوم د زیږون نیټه ظرونه 2020 2021 2022 2023 2024

    21 دسمبر 2016 – 30 اپریل 2017

    کورنۍ په 2022 یا 2023 کې د ښوونځي د پیل کولو انتخاب لري

    د 3 کلن وړکتون

    د 4 کلن وړکتون

    چمتو والی ټولګی 1 ټولګی 2

    د 3 کلن وړکتون

    د 4 کلن وړکتون

    چمتو والی ټولګی 1
    1 میی – 20 دسمبر 2017 *

    د 3 کلن وړکتون

    د 4 کلن وړکتون

    چمتو والی ټولګی 1
    21 دسمبر 2017 – 30 اپریل 2018 کورنۍ په 2023 یا 2024 کې د ښوونځي د پیل کولو انتخاب لري

    د 3 کلن وړکتون

    د 4 کلن وړکتون

    چمتو والی ټولګی 1

    د 3 کلن وړکتون

    د 4 کلن وړکتون

    چمتو والی

    1 میی – 20 دسمبر 2018

    د 3 کلن وړکتون

    د 4 کلن وړکتون

    چمتو والی

    د دسمبر نیټه په دولتي ښوونځي کې نهایی مورد 4 دی. که چیرې د کورنۍ انتخاب کړی ښوونځی د مورد 4 مخکې نهایی ورځ ولري، نو بیا دغه نیټه باید وکارول شي.

    • ستاسې د ځایی وړکتون خدمت یا وړاندې کونکی، پشمول د اوږدې ورځې پاملرنې خدمت
    • ستاسې ځایی شورا یا د میندو او ماشوم د روغتیا نرس
    • د روغتیا وزارت (Department of Health - DH)
      د والدین لیکې ته په 13 22 89 تلیفون وکړئ

    • بریښنالیک 3yo.kindergarten@education.vic.gov.au

      دې ویب پاڼې vic.gov.au/kinder ته ورشئ

Reviewed 03 February 2022