په ویکتوریا (Victoria) کې، د ګډون کوونکو خدماتو له لارې، وړیا وړکتون د درې کلنو او څلورکلنو ماشومانو لپاره په وړکتوني یا د امادګۍ برنامو(Pre-Prep programs) کې وړاندې کېږي. په دې کې د وړکتون دواړه خدمتونه د اوږدې ورځې د پاملرنې او انفرادي (کوم چې موسمي بلل کیږی) شامل دي.
د کورنیو لپاره سپما
هغه کورنۍ چې ماشومان یې په ګډون کوونکي نوبتي وړکتون کې شامل وي، وړیا برنامه ترلاسه کولی شي.
هغه کورنۍ چې ماشومان یې په ګډون کوونکي اوږدمهاله د ورځنۍ پاملرنې مرکز کې شامل وي، د کلنی فیس له تخفیف څخه برخمن کېدلی شي.
د وړيا وړکتون لپاره وړتيا
وړیا وړکتون د هرچا لپاره دئ.
کورنۍ د لاسرسي د وړتیا لپاره د روغتیایي پاملرنې کارت، تقاعدي کارت، د اسټرالیا تابعیت، یا د پتې ثبوت ته اړتیا نلري . تاسو اړ نه یاست چې د اسټرالیا د حکومت د ماشومانو د پاملرنې د مرستې (CCS) وړ واوسئ ترڅو وړیا وړکتون ترلاسه کړئ.
تاسو کولای شئ په یوه وخت کې یوازې په یوه وړکتون کې د وړیا وړکتون خدمت ترلاسه کړئ. ستاسوخدمت کوونکی وړکتون به له تاسو څخه وغواړي چې یولیک لاسلیک کړئ، د هغه خدمت نوم ورکړئ چیرې به چې تاسو وړیا وړکتون ترلاسه کړئ. که ستاسوماشوم له یوه وړکتون څخه په ډېروخدمتونوکې برخه واخلي، نوتاسو باید هر خدمت ته خبر ورکړئ چې چیرې تاسو وړیا وړکتون ته لاسرسی غواړئ.
د وړیا وړکتون تمویل ته د لاسرسي څرنګوالی
هغه وړکتونونه چې د وړکتون وړیا خدمتونه وړاندې کوي د ویکټوریا له حکومت څخه راسا تمویل ترلاسه کوي. دا په دې معنی چې کورنۍ اړتیا نلري د سپما غوښتنه بیرته وکړي، د هغه پرځای به ستاسو فیسونه کم شي. په موسمي وړکتون کې ستاسو پروګرام وړیا دئ.
هغه کورنۍ چې د وړکتون د اوږدې ورځې د پاملرنې پروګرامونه کاروي، وبه کولای شي د وړیا وړکتون څخه دهربیل د دورې سپما وګوري، چې د ویکټوریا حکومت د وړیا وړکتون کموالی به په روښانه ډول په رسیدونوکې په نښه شوئ وي.
د فیس کموالی څنګه ستاسود جیبي فیس په اړه پلي کیږي
د وړیا وړکتون کموالی به ستاسو په فیسونوکې په منظم ډول د کال په اوږدو کې اچول کیږي (د بیلګې په توګه په اونۍ یا په هرو دوه اونیوکې). تاسوبه هغه پیسې په خپل رسید کې د 'ویکټوریا د حکومت د وړیا وړکتون کموالی' په څېرپه ښکاره توګه وګورئ.
د هغومعلوماتو لپاره چې کموالی به ستاسو په فیسونو کې څنګه پلي کیږي اودا به ستاسو په رسید کې څنګه ښودل کیږي، مهرباني وکړئ مستقیم د خپل وړکتون له خدمت سره خبرې وکړئ. که ستاسوماشوم هره اونۍ له وړکتون څخه له ۱۵ ساعتونو څخه زیاته ګټه اخلي، دا اضافي ساعتونه د کموالي په مرسته کې نه راځي.
که چېرې تاسو د ماشومانو د پاملرنې دولتي مرستې د ترلاسه کولو وړ یاست، نو دا مرسته به لومړی اعمال شي. دا په دې معنی چې تاسوبه یوازې د CCS وروسته او د وړیا وړکتون له کموالي څخه وروسته به پاتې پیسې ورکوئ.
بېلګه:
- یو۴ کلن ماشوم په اونۍ کې ۳ ورځې د وړکتون د اوږدې ورځې د پاملرنې پروګرام ته ځي.
- دا خدمت د اوونۍ په درېيو ورځو کې 360 ډالر مصرف لري (چې په کې د وړکتون ساعتونه او اضافي پاملرنې ساعتونه شامل دي).
- کورنۍ هره اوونۍ د 252 ډالرو په اندازه د ماشوم پاملرنې سبسایدي ترلاسه کوي.
- په 2025 کال کې، دا خدمت د وړیا وړکتون د 2,101 ډالرو تخفیف د 40 اوونیو لپاره په اوونیز ډول تطبیقوي، چې (هره اوونۍ 52.53 ډالره) کېږي.
- کورنۍ د ماشوم پاملرنې سبسایدي او د وړیا وړکتون له تخفیف وروسته، هره اوونۍ 55.478 ډالره ورکوي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ. دا یواځې یو بیلګه ده او لګښتونه د هرې کورنۍ د ځانګړو شرایطو او د کلني وړیا وړکتون تخفیف له اندازې سره سم توپیر کولی شي.
Updated