څنګه او کله نوم لیکنه وکړئ (How and when to enrol) - پښتو (Pashto)

د نوم لیکنې د پروسې په اړه له خپلې سیمه ایزې ښاروالي یا وړکتون سره خبرې وکړئ. تاسو کولای شئ د درې کلن وړکتون د پوښتنو ټیلیفوني کرښې ته په 1800338663 شمېره زنګ ووهئ یا 3YO.kindergarten@education.vic.gov.au ته بریښنالیک واستوئ. د ژبې په هکله د مرستې لپاره یا د ژباړونکي د ترلاسه کولو لپاره، لومړی 131450 شمېرې ته زنګ ووهئ.

ژر پیل کیدونکی وړکتون

د کډوال یا پناه غوښتونکي له شالید څخه ماشومان کولای شي اضافي مرستو ته لاسرسی ومومي او وړکتون ته د لاسرسي لومړیتوب د لومړني وړکتون د پیل له لارې ترلاسه کړي. کله چې تاسو د خپل ماشوم نوملیکنه په ژر پیلیدونکي وړکتون کې کوی تاسو کولای شئ د خپل سیمه ایزخدمت څخه پوښتنه وکړئ، یا د نورو معلوماتو لپاره ژر پیل کیدونکی وړکتون ته مراجعه وکړئ.

کله باید نوم لیکنه وکړئ

په ویکتوریا کې، تاسو کولای شئ ماشومان په وړکتون کې په ۳ کلنۍ کې شامل کړئ. تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د زېږېدو نیټه د عمرد پیل په حسابوونکي کې دننه کړئ. تر څو معلومه کړي چې دوی په کوم کال کې د درې او څلور کلن وړکتون پیل کولای شي.

که ستاسود ماشوم د زېږیدو ورځ د جنوري له ۱ څخه د اپریل تر۳۰ نیټې پورې وي، تاسو به اړتیا ولرئ هغه کال پیدا کړئ چې دوی ښوونځي پیل کوي ترڅو دا معلومه کړئ چې په کوم کال به په وړکتون کې ګډون وکړي. تاسو دا اختیار لرئ چې خپل ماشوم ښوونځي ته په پنځه کلنۍ یا شپږ کلنۍ کې ولېږئ.

د وړکتون یو پروګرام ومومئ

د هغو خدمتونود موندلولپاره چې د منظورشوي وړکتون پروګرامونه یې وړاندې کوي، د وړکتون د موندنې پروګرام ویب پاڼې ته ولاړ شئ ( د وړکتون پروګرام پیدا کړئ – د پوهنې او روزنې وزارت، ویکټوریا (educationapps.vic.gov.au)) ستاسوسیمه ایزې ښاروالي او د وړکتون خدمتونه هم کولای شي ستاسو سره په وړکتون کې د ځای موندلو لپاره مرسته وکړي.

د وړکتون ټیک (Tick) لپاره وګورئ:

د وړکتون Tick د ویکتوریا له کورنیو سره مرسته کوي چې د خپلو ماشومانو لپاره د وړکتون یو منل شوی پروګرام پیدا کړي.

د خپل سیمه ایزوړکتون خدمت کې د وړکتون ټیک لوګو، په خدمتونویا مرکزي ودانۍ یا میدانونو، یا د دوی په ویب پاڼه یا د دوی په معلوماتي موادوکې وګورئ.

Updated