د ماشومتوب په لومړیو زده کړوکې د کار فرصتونه (Career Opportunities in Early Childhood Education) - پښتو (Pashto)

د ماشومتوب لومړني ښوونکي اود کلتوري او ژبني بیلابیل فرهنګ څخه ښوونکي د ماشومانو او کورنیو په ژوند کې بدلون راولي.

د ماشومتوب په لومړیو زده کړو کې د نویو ښوونکو او مربیانو لپاره د کار فرصتونه

د ویکتوریا حکومت په ټول ایالت کې د وړکتون د پروګرامونود پراخولو لپاره د 14 ملیاردو ډالرو ژمنه کړې. په راتلونکې لسیزه کې به ویکتوریا د ماشومتوب لومړیو زرګونو اضافي ښوونکو او مربیانو ته اړتیا ولري.

د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې د ماشومانو او کورنیو په ژوند کې بدلون راولي. د ماشومتوب لومړني ښوونکي اومربیان له کلتوري او ژبني پلوه د بېلابېلو پخوانیوتجربو په اساس په بدلون کې لا ډېراغېزمن وي.

د ماشومتوب په لومړیوخدمتونو کې دوه ژبني او دوه کلتوري کارکونکي له کلتوري او ژبني پلوه د بیلابیلو کورنیو لپاره د وړکتون پروګرامونو ته په لاسرسي کې مرسته کوي او د دولت څو کلتوري ټولنې منعکس کوي.

د ماشومتوب په لومړیو زده کړوکې کارکول ډیری ګټې رسوي. دا فرصت برابروي چې:

  • د ماشومانواود هغوی د کورنیو لپاره د بدلون او ښې پایلې رامنځته کول
  • له ماشومانوسره د دوی په لومړیو کلونود ودې او زده کړې په برخه کې مرسته.
  • په یوه رشته کې کار کول چې ګټور او تخلیقي وي.

مالي مرسته:

د زده کړې یولړانتخابونه اومالي ملاتړد هغو خلکو لپاره شته چې د ماشومتوب د لومړني ښوونکي یا مربي کیدو سره علاقه لري.

د ماشومتوب په لومړیو زده کړو کې د مسلک په اړه د نورو معلوماتو لپاره د زده کړې اومالي ملاتړ لپاره Become an early childhood teacher or educator ته ولاړشئ.

ګمارنه/کار کول:

د ماشومتوب په لومړیوزده کړوکې ګمارنه د انفرادي خدمتونود مدیرانو اود وړکتون د پروګرامونود چمتوکونکو له خوا اداره کیږي.

Early Childhood Jobs website ته ولاړ شئ ترڅووګورئ چې کومې دندې شته او د هغو خلکو د قضیو مطالعه ولولئ چې په دې سکټور کې کار کوي.

Updated